د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیر خانې کوتل سړک د دویم فاز د جوړولو پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې پیل شوې

6 حمل 1403

11597.jpg (1820 × 1024)

د خیر خانې کوتل سړک د دویم فاز د جوړولو پر وړاندې د خنډونو او ملکیتونو د پاکولو او د خاورې لیږدولو چارې، د مزار هډې له لوري څخه پیل شوې. د دغه سړک په اوږدو کې (۷۴) ملکیتونه استملاک شوي چې، د استملاک قانون له مخې به زیانمن شویو ښاریانو ته حقوق ورکړل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنطیم ریاست د مسئولینو په وینا، د یاد سړک د دویم فاز د جوړولو چارې به، د (۲۵۲۰) مترو په اوږدوالي او(۶۰) مترو په سور په اساسي ډول د یوه معیاري سړک د ټولو جزیاتو په ګډون ډیر ژرپیل شي. د خیرخانې کوتل سړک یو له مهمو سړکونو، اقتصادي دهلېز او د هېواد له شمالي ولایتونو سره د کابل د نښلولو مهمه سیمه ده.  کابل ښاروالۍ تېر کال د دغه سړک د لومړي فاز د جوړولو او پراختیا چارې پیل کړې، چې تر اوسه یې (۸۰) سلنه پرمختګ کړی ده