الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوایي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک ( کابل- جلال آباد عمومي سړک) پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې پیل شوې

7 حمل 1403

11606.jpg (1820 × 1024)

د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر  له څلورلارې څخه  د کابل جلال اباد سرک د ګمرک تر سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د خنډونو او تر استملاک لاندې ملکیتونو د ویجاړولو او پاکولو چارې، دکابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د استملاک ریاست سرپرست انجنیر امید الرحمن رحماني په دې اړه وویل: د دغه سړک په اوږدو کې(۵۰۱) ملکیتونه استملاک شوي چې  د استملاک قانون له مخې یې مالکانو ته د حقونو د ورکړې بهیر هم پیل شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې، د دغه مهم نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د کابل ښار د اقتصادي ودې لپاره د زمینې برابرولو په موخه، د ماسټر پلان له مخې ترسره کېږي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د مسئولینو پهّ وینا، د دغه سړک د جوړولو او پراختيا چارې ښاري زېربناوو ریاست د ډېزاین له مخې، د(٢٧٩٤) مترو په اوږدوالي او (٦٠) مترو په سور سره د خنډونو له پاکولو وروسته پيل او د یوه معیاري سړک د ټولو جزئياتو په ګډون به د (۲۰) کاري میاشتو په موده کې  په اساسي توګه بشپړې شي