الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګل باغ سړک لومړني کارونه پیل شول

8 حمل 1403

11622.jpg (1820 × 1024)

د دارالامان ماڼۍ له سیمې څخه د کابل- لوګر تر سړک پورې د ګل باغ نښلوونکي سړک لومړني کارونه د کابل ښاروالۍ له خوا  پیل شول. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: دغه سړک چې، د کابل لوېدیځ له سویل سر نښلوي د اوومې او شلمې ناحیې ترمنځ په ټولیزه توګه (۳۲۰۰) متره اوږدوالی او(۳۳) متره سور لري چې، د لښتي، ګلدان، پلو لارو، د بایسکیل چلولو لیکو او نورو برخو په ګډون به یې چارې د (۱۴) میاشتو په موده کې بشپړې شي. اوس مهال د یاد سړک په خاورینې برخې کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ورسره جوخت به د بني حصار، قلعچه او لاهورۍ دروازې ترافیکي بهیر ووېشل شي