د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو سړک په اوږدو کې د زرغونو سیمو د کټارو د نصب او رنګولو چارې روانې دي

9 حمل 1403

11630.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د اتمې ناحیې د سوداګرو په مرسته، د کارته نو له دویم سړک څخه تر څلورم سړک پورې د کټارو د نصب او رنګولو چارې روانې دي. د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې اړه وویل: له دې وړاندې له دغو زرغونو سیمو څخه یو شمېر ښاریانو شخصي ګټه اخیسته او په دې ځای کې یې ناقانونه تاسیسات جوړ کړي وو چې، تر پاکولو وروسته یې د ښکلا په اړه اقدام وشو. نوموړي له خصوصي سکټور او هغه هټیوالو څخه چې، د دغو کټارو په نصب او رنګولو کې یې برخه اخیستې  مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه ترڅو ټول ښاریان د زرغونو سیمو او عامه تاسیساتو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. اوس مهال د(۶) کیلو متره په اوږدوالي د پخوانیو رنګ شویو کټارو سربېره، د دې سړک دواړو خواوو ته د (۲) کیلو متره په اوږدوالي د کټارو د نصب او رنګولو چارې روانې دي چې تر دوې وروسته به یې د چمن کرلو او ګلانو کېڼولو په اړه به هم اقدام وشي