د سطحي اوبو د تنظیم او مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار په بېلابېلو برخو کې د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې روانې دي. د موسمي بارانونو د اورښت پر مهال د کثافاتو د لېږد له امله، د ښآر په کچه يو شمېر کانالونه او لښتي بند او د اوبو د بهیر لارې يې بندې کړې دي. له بده مرغه چې د ځينو ښاريانو د نه پاملرنې له امله، د دغو کانالونو ځينې برخې د ډول ډول کثافاتو په غورځولو سره بندې شوې دي. د کابل ښاروالۍ اړوند کارکوونکي په خپلو ټولو امکاناتو سره هڅه کوي ترڅو په سیمو کې د اوبو د بندیدو مخه ونیسي او ښاریان له ستونزو سره مخ نشي. هیله ده چې زموږښاریان د پاک شویو کانالونو او لښتیو پاک ساتلو ته پام وکړي
د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې روانې دي