د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

پسرلی، نوې هیلې او نوي مسئولیتونه

ناصري11640.jpg (1200 × 528)

د ژوند په کتاب کې یوه بله پاڼه واوښته، کال بدل شو، طبعیت له خپل درانه ژمني خوبه را ویښ شو او د هیلو غوټۍ په سپړیدو شوې. څرګنده ده، چې په موسمونو کې تر ټولو ښکلی او په زړه پورې موسم پسرلی دی چې ځان سره نوې هیلې، امیدونه او بدلونونه راوړي، پسرلی د کار او کسب، ښکلا، ګل او بلبل سره تړلی موسم دی. پسرلی دی چې خلک د آبادۍ، سوکالۍ، کار او ژوند په لور وربولي، د نوي کال او نوي ژوند د پیل کېدو زیری راوړي. د پسرلي راتلو ته هر څوک هوسېږي او خوشالېږي، د ژمي سړې او اوږدې شپې تېرې شي، خلک له بندو خونو د باندې تازه هوا کې د خوښۍ ساه واخلي، د مرغانو د آوازونو او د ګلونو له نندارو خوند اخلي. ونې، بوټي او چمنونه زرغون شي، هر چېرې د طبیعت ښکلا او ځلا تر سترګو کېږي. خو د پسرلي په دې ښکلي موسم کې زموږ مسئولیت څه دی، له دې موسم څخه باید څنګه ګټه پورته کړو؟ موږ ته په کار ده، چې د الله تعالی د هر راکړي نعمت شکر ادا کړو، خپل هېواد او ټولنه پخپلو مټو او زیار نوره هم رنګینه او بډایه کړو. ونې، بوټي او ګلان وکرو، د خپلو خلکو او خپلو ځانونو لپاره دا هېواد آباد کړو. د دوړو، ګردونو او بارودو بوی د ګلونو په معطرو وږمو ورک کړو، تر څو مو روغتیا خوندي، زړونه او ذهنونه مو خوشحاله شي. که موږ خپله د آبادۍ لپاره هڅه ونه کړو، هېڅ څوک به هم زموږ هېواد راته آباد نه کړي. چې داسې ده نو راځئ په ګډه دآبادۍ او رنګينۍ لپاره مټي ونغاړو، ترڅو مو په هېواد او خزان وهلو وګړو تل پاتې پسرلی راشي. پخوا به خلکو په خپلو ډېرو کمو عوایدو نیالګي رانیول او بیا به یې د کاریزونو او چینو ته څېرمه پر تللو لارو ایښودل چې خلک او مرغان یې مېوه وخوري، یا یې مسافر سیوري ته دمه شي او ثواب یې دوی ته ورسېږي. دوی به ویل چې دا جاری صدقه ده، هر څوک چې تر هره وخته ګټه ترې اخلي، ثواب یې د دوی کیږي. پخوا به خلکو په غریبۍ کې هم ثواب ګاټه او هم به یې د خپل کلي او چاپېریال په ښکلا او آبادۍ کې برخه اخیسته. موږ ته هم په کار ده چې د خپلو میندو او پلرونو په لارو لاړ شو، ونې او نیالګي وکرو او ترې څارنه او ساتنه وکړو. د نیالګیو اېښودو وخت محدود دی، خو څارنه او ساتنه یې تل پاتې دنده ده، چې موږ یې باید ترسره کړو او د طبیعت په ښکلا کې ونډه واخلو. د نیالګیو اېښودل او ساتل یې د ژوند اصلي ستنې دي، اړتیا ده چې په ګډه دغه ستنې پیاوړې او ځواکمنې کړو ترڅو مو ژوند په ښکلا او نېکمرغیو کې تېر شي