الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د باغ قاضي په سیمه کې د لومړنیو خوراکي توکو له نرخونو څارنه وشوه

17 قوس 1404

 17366.jpg (1820 × 1024)

د یو شمېر ښاریانو له خوا د ترلاسه شویو شکایتونو پر بنسټ، د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مسئولینو د باغ قاضي د منډوي په سیمه کې د لومړنیو خوراکي توکو له بیو څخه څارنه وکړه. د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار په دې اړه وویل: د ارتزاقي موادو له یو شمېر سوداګرو او شرکتونو سره همغږي رامنځته شوې ده څو ښاریانو ته د لومړنیو خوراکي توکو د وړاندې کولو په برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي. نوموړي همدا راز پلورونکو ته سپارښتنه وکړه چې، د توکو له احتکار او په لوړ قیمت له پلور څخه ډډه وکړي او انصاف په پام کې ونیسي څو ښاریان وکولای شي خپل د اړتیا وړ توکي په ښه کیفیت او مناسبت قیمت ترلاسه کړي. د مارکېټونو د تنظیم ریاست د مرستیال په وینا؛ د اوړو، وریجو او غوړیو قیمتونه و اروزل شول او هغه کسان چې، د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق یې توکي پلورل لا وهڅول شول او هغوی ته چې سرغړونه یې درلوده  اړینې سپارښتنې وشوې. نوموړي وویل چې، " پلورنکي باید خپل توکي د نرخنامې مطابق وپلوري، د سرغړونې د تکرار په صورت کې  به له جدي قانوني چلند سره مخ شي". د انجنیر انصار په وینا؛ د نرخنامې د تطبیق کلتور په دودولو کې د ښاریانو مرسته ضروري ده او ټول باید له مسئولینو سره په دې برخه کې همکار و اوسي. تر دې وړاندې د ښار په کچه ټولو اصنافو او هټیوالو ته پوهاوی ورکړل شوی چې، نرخنامه په داسې ځای کې نصب کړي څو یې ښاریان  په آسانۍ سره ولیدلای شي