
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله سړک په اوږدو کې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د جامع جومات د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي. دا جومات په ۹۰۰ متر مربع ځمکه کې د یوې تهکوۍ په ګډون په دوو پوړونو کې په اساسي توګه د جوړېدو په حال کې دی او ټاکل شوې ده چارې یې د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي. مخکې د دې سیمې اوسېدونکو د لمانځه اداء کولو لپاره مناسب ځای نه درلود چې، تر سروې او معیاري ډیزاین وروسته یې د جوړولو په اړه اقدام وشو. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم جومات په یو وخت کې د ۱۷۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري او همدا راز لمونځ کوونکي به د اوداسه ځای، تشنابونو، زرغونې سیمو او نورو آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، د ا.ا.ا د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ به د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار په بېلابېلو ناحیو کې څلور نور جامع جوماتونه هم په اساسي توګه جوړ شي څو، ښاریان وکولای شي په مناسب ځای کې خپل عبادات ترسره او په یوه آرامه فضا کې خپل لمونځونه اداء کړي


