الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې ( د کار په بدل کې مرسته) برنامه پیل شوه

15 قوس 1404

 17337.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د بې کارۍ کچې د راټیټولو په موخه، د زرغون کمربند اړوند د پنځلسمې ناحیې د قصبې په سیمه کې ( د ډنمارک د کډوالو ټولنې DRC ) په همکارۍ ( د کار په بدل کې مرسته) برنامه پیل شوه. د پنځلسمې ناحیې مرستیال مولوي سراج الدین سعادتیار په دې تړاو وویل: د سیمه ییزو شوراګانو د سروې له مخې د سیمې ۹۵ اوسېدونکي د دې برنامې مستحق ګڼل شوي او په کار بوخت شوي دي. یاد کسان به د زرغونتیا ریاست له کارکوونکو سره یو ځای د نیالګیو لپاره د ځایونو د کېندلو، هوارولو، د اوبو د تنظیم او د زرغون کمربند د پاکولو په برخه کې کار کوي. د طرحې له مخې د دې برنامې وخت یوه میاشت ټاکل شوی او ګمارل شوي کسان په یوه ورځ کې ۶ ساعته کار کوي چې، ماهرو کارکونو ته د ورځې ۷۰۰ او غیر ماهرو ته ۳۵۰ افغانۍ د کار په بدل کې ورکول کېږي. د مسئولینو په خبره دا برنامه د تمدیدو وړ ده څو لا ډېر کاري فرصتونه رامنځته او د ښار مدیریت په ښه توګه ترسره شي. دا برنامه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د اړمنو د لاس نیوي او د زرغونو سیمو د ساتنې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري