د کابل ښاروالۍ د روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مسئولینو، د لومړۍ ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې (۷۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته تو کي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، راټول او د له منځته وړلو لپاره ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. په دغو توکو کې ډول ډول غیر الکولي مشروبات، بسکویټ، کیک، مکروني او پاپړ شامل دي
یوه اندازه بې کیفیته او تاریخ تېري توکي له بازارونو راټول شول