الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوایي ډګر له څلورلارې څخه د کابل-جلال آباد تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

12 حمل 1403

11656.jpg (1820 × 1024)

د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر له څلورلارې څخه د کابل - جلال آباد تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د خنډونو او تر استملاک لاندې ملکیتونو د ویجاړولو او پاکولو چارې، دکابل ښاروالۍ له خوا روانې دي.  د دغه سړک په اوږدو کې (۵۰۱) ملکیتونه استملاک شوي چې  د استملاک قانون له مخې یې مالکانو ته د حقونو د ورکړې بهیر هم پیل شوی دی. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د مسئولینو پهّ وینا، د دغه سړک د جوړولو او پراختيا چارې به د ډيزاين له مخې، د( ٢٧٩٤) مترو په اوږدوالي او (٦٠) مترو په سور سره د خنډونو له پاکولو وروسته پيل او د یوه معیاري سړک د ټولو جزئياتو په ګډون به د (۲۰) کاري میاشتو په موده کې  په اساسي توګه بشپړې شي. د دغه مهم نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د کابل ښار د اقتصادي ودې لپاره د زمینې برابرولو په موخه، د ماسټر پلان له مخې ترسره کېږي.