د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

چاپېریال او هـوا څه ته وایي؟

 محمد اسماعیل شاهین

11667.jpg (1200 × 528)

هغه ځای چې موږ پکې ژوند کوو، د هغه شاوخوا موجوداتو ته چاپېریال ویل کېږي. په ټوله کې چاپېریال په دوه ډوله دی، یو یې ژوندی چاپېریال او بل یې غیر ژوندی چاپېریال دی.

ژوندی چاپېریال: بایوسفېر لکه انسانان، حیوانات، نباتات او واړه ذره بیني موجودات.

غېری ژوندی چاپېریال:  

1- اتموسفېر لکه هوا،  2ـ لیتو سفېر  لکه خاوره او تېږي ، 3- هایدروسفېر لکه اوبه.

 الله جل جلاله د طبیعت د نظام د اجزاوو په منځ کې یو طبیعي تعادل رامنځته کړی دی، کله چې دغه تعادل له منځه ځي، نو د استوګنې پر چاپېریال ناوړه اغېزه کوي، د بېلګې په توګه، د ټولو موجوداتو د ژوند دوام د لمر په وړانګو پورې تړاو لري،  ځکه انسانان او حیوانات نیغ په نیغه د لمر له انرژۍ څخه ګټه نشي اخیستلای، نباتات د لمر انرژي په خوراکي انرژي بدلوي، چې هم په خپله نباتات، هم حیوانات او هم انسانان ورڅخه ګټه اخلي. یوازې د لمر وړانګې د غخوراکي توکو سرچینه نشي برابرولای، بلکې د اوبو او کیمیاوي موادو شتون هم اړین دي. انسانان د ژوند ډيرې مهمې اړتیاوي لکه خواړه، کجامې او کور له چاپېریال څخه ترلاسه کوي.

ژوندي موجودات، لکه نباتات او حیوانات، د خوراکي توکو په تولید، د طبیعت د تعادل په ساتنه او د انساني نسل په پایښت کې رغنده رول لري. 

هوا څه ته وايي؟

هوا زموږ په شاوخوا چاپېریال کې د ګازونو ټولګه بلل کېږي. هغه هوا چې موږ یې تنفس کوو د نایتروجن 78 سلنه، آکسیجن 21 سلنه، او9 سلنه ګون او دکاربن ډای اکساید په ګډون د ګازاتو برخه ده.

د هوا د ککړتیا لاملونه

1: د کارخونو څخه تولیدېدونکي لوګي: د بیلابیلو کارخونو څخه چې فضا ته کوم بخار او لوګی پورته کېږي لکه، کاربن مونو اکسایډ، هائیدروکاربن او کیمیاوي مواد، دا ټول د هوا کیفیت ته زیان رسوي. د بېلابېلو توکو تولیدونکې کارخونې ښايي د نړۍ په هر ګوټ کې وموندل شي او هیڅ داسې سیمه نه ده پاتې چې له ککړتیا څخه خوندي پاتې وي. د نفتو د تصفیې کار ځایونه هم هوا ته هائډروکاربنونه او نور کیمیاوي مواد پورته کوي چې د هوا او ځمکې دککړتیا لامل ګرځي.

2: سلفر ډای اوکسائیډ (مضر ګاز) چې، په کارخونو کې د ډبرو سکرو، نفتو او ګازو د سوځولو په پایله کې رامنځته کېږي، د هوا د ککړتیا یو تر ټولو لوی لامل دی، هغه لوګي چې د لېږد وسایطو لکه موټرونو، ریل ګاډو او الوتکو څخه تولیدېږې هم د هوا په ککړتیا کې د پام وړ رول لري. موږ د خپلو اړتیا د پوره کولو په موخه پر دغو وسیلو تکیه کوو، خو د دغو وسیلو زیاته کارونه بیا زموږ چاپېریال ته زیان رسوي او هغه له راز راز ستونزو سره مخ کوي.

کاربن مونو اکسايډ چې په لېږد وسایطو کې د بې کیفیته نفتو د کارولو له امله رامنځته او هوا ته پورته کېږي، د هوا د ککړتیا یو بل ستر لامل شمېرل کېږي، او همدا رنګه نايتروجن اوکسایډ چې، د طبعي او انساني فعالیتونو څخه تولیدیږي هم د هوا په ککړتیا  کې د پام وړ رول لري.