الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دارالامان له سړک څخه د کانکرېټې خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې

12 عقرب 1404

 16914.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته په ترافیکي برخه کې د آسانتیاوو او د ښاري ښکلا د رامنځته کولو په موخه، د دارالامان سړک په اوږدو کې له پلیو لارو او فرعي سړکونو د کانکرېټي خنډونو د پاکولو چارې د ګمارل شوې کمېټې له خوا پیل شوې. دا اقدام د ا.ا.ا د کابینې د پرېکړې له مخې ترسره کېږي چې، په هغه کې ټولې ادارې او بنسټونه مکلف شوي څو د خپلو اړوند ادارو په سیمه کې خنډونه پاک کړي او ښاري سیمې د ټولو ښاریانو پرمخ پرانیزي. د یادې کمېټې له خوا د تر سره شوې سروې له مخې، د کابل ښار په کچه ګڼ شمېر سیمې  پېژندل شوې دي چې، شته خنډونه به ترې پاک شي او دا لړۍ به د کابل ښاروالۍ  او د نورو  همکارو ادارو له خوا دوام ولري. د کابل ښاروالۍ مشرتابه له هغو حکمي او حقیقي کسانو څخه چې، د خنډونو پاکولو په برخه کې یې همکارې کړې ده مننه کوي او ټینګار کوي چې، په سړکونو، د کورونو او دفترونو مخې ته د کانکرېټي خنډونو شتون د ښار په کچه ترافیکي ستونزې رامنځته کوي او د ښاري بې نظمۍ لامل ګرځي. له ښاري سیمو څخه د خنډونو پاکول د ښاري نظم او ښکلا د رامنځته کېدو او له ښاري سیمو څخه د عادلانه ګټې اخیستنې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري