
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا ریاست د غوښتنې پر بنسټ او د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست او درېیمې ناحیې د مسئولانو په همکارۍ د یادې ناحیې په یو شمېر سرایونو کې د جایدادونو د مالکانو په مالي لګښت شګې واچول شوې. د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا ریاست له چاپېریالي ککړتیا څخه د مخنیوي آمر منیر احمد مبارز وویل چې، له دې مخکې په یادو سرایونو کې فعالیت کوونکو، مستریانو، د توکو د لېږد وسایط لرونکو او تېږو پلورنکو ته سپارښتنه شوې وه چې، د چاپېریال ساتنې اصول په پام کې ونیسي، د فعالیت په سیمه کې شګې واچوي او منظم تشنابونه جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه چې، د دوی د څارنو له مخې له پخوا څخه د یادو سرایونو وضعیت ښه شوی دی. همدا راز د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي مدیر محمود واحدي، د درېیمې ناحیې د مارکېټونو د تنظیم مدیر محمد ظریف سمنګاني، او د چاپېریالي روغتیا مدیر محمد حافظ هر یوه په خپلو خبرو کې وویل چې، د یادې ناحیې اصنافو ته پوهاوی ورکړل شوی څو ښاري اصول په پام کې ونیسي او ټاکل شوې ده د اړوند مسئولانو له لوري یې فعالیتونه و ارزول شي، څو شته ستونزې هم هوارې شي. د دوی په وینا؛ د پخوا په پرتله د دې ناحیې په کچه چاپېریالي سرغړونې کمې شوې دي او په دې برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي


