
د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء د محترم مقام په منظورۍ، مولوي احمد د یولسمې ناحیې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني له لوري د یادې ناحیې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس د یولسمې ناحیې نوي رئیس ته مبارکي ورکړه او ویې ویل: دا ګمارنه د ژمنتیا، وړتیا او رښتینولۍ پر بنسټ شوې ده او موخه یې د ښاري خدمتونو د وضعیت ښه والي او د یادې ناحیې د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه ده. نوموړي زیاته کړه چې، د نوي رئیس په همکارۍ او مدیریت به د یولسمې ناحیې په خدماتي او پراختیايي وضعیت کې غوره بدلون رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، مولوي احمد د ماسټرۍ په کچه لوړې زده کړې لري او په کابل ښاروالۍ کې له کاري تجربې څخه برخمن دی


