الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال - لویدیځ نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

15 حمل 1403

11675.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د ذاکرین له ښارګوټي څخه د قرغې تر سړک پورې د شمال لویدیځ نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د سړک جوړونې امر انجنیر محمد داود ځواب په دې اړه وویل: دغه سړک په ټولیزه توګه (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او (۳۰)متره سور لري، چې د یوې لیکې (۳) کیلو متره برخه یې تېر کال قیر شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې، اوس مهال د دې سړک د پاتې برخې کارونه روان دي ترڅو  قیر کولو ته چمتو شي. د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک د جوړولو پروژه، یوه لویه پروژه ده چې، د روان کال په بهیر کې به یې چارې بشپړې شي