الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تنظیف ریاست ۱۰۰۰ تنه کارکوونکو ته روژه ماتی ورکړل شو

11677.jpg (1820 × 1024)

له نارنجي اغوستونکو څخه د ملاتړ په موخه، د رفیع الله احمدزي په نامه د یوه خیر غوښتونکي هېوادوال له لوري د تنظیف ریاست ۱۰۰۰ تنه کارکوونکو ته روژه ماتی ورکړل شو. د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس مولوي سعدالله عثماني، د ښاغلي احمدزي له دې نیک احساس څخه مننه وکړه او ویې ویل: د تنظیف ریاست کارکوونکي د ښار د پاکولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، او اړتیا ده چې ټول ښاریان د تنظیف ریاست د زیار اېستونکو کارکوونکو څخه په ملاتړ  کولو هغوی لا وهڅوي. اوس مهال د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکي د شپې او ورځې په کاري شفتونو کې د ښار د بېلا بېلو سیمو په پاکولو بوخت دي ترڅو ښاریان وکولای شي په پاک چاپېریال کې خپل ژوند ته دوام ورکړي