الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په ۲۳م ګذر کې د سړک جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

16 حمل 1403

11684.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځلسمې ناحیې د ۲۳م ګذر اړوندد ګلوبل په ښارګوټي کې له تیږو څخه د سړک جوړولو چارې چې، د ښاریانو د ستونزو د حل او دکاري بختیاوو رامنځته کولو په موخه پیل شوې وې، د بشپړېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک (۳۶۴) متره اوږدوالی او (۱۲) متره سور لري چې، دواړو خواوو ته یې لښتي هم په پام کې نیول شوي دي. له تیږو څخه جوړېدونکي سړکونه له دې سربېره چې، لوړ مقاومت لري د ځمکې لاندې اوبو د کچې په لوړېدو کې هم مرسته کوي