د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه شانان د نښلوونکي سړک د جوړولو لومړني کارونه پيل شول

16 حمل 1403

11686.jpg (1820 × 1024)د دولسمې او یوویشتمې ناحیو اړوند د قلعه زمان خان له شپیته متره سړک څخه د حربي پوهنتون مخې ته د کابل - جلال آباد تر سړک پورې د قلعه شانان د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړني کارونه پیل شول. په ورته وخت کې د دغه سړک په اوږدو کې د خنډونو (تر استملاک لاندې ملکیتونو) په پاکولو کار روان دی او (۵۲) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي، چې د  استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته حقوق ورکړل شي. د دې مهم نښلوونکي سړک جوړول، د کابل ښار د اقتصادي ودې لپاره د طرحه شوي ماسټر پلان له مخې ترسره کیږي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د مسئولینو په وینا، دغه سړک چې (٢١٠٣) متره اوږدوالى او (٣٠) متره سور لري، د اوبو د یوه کانال او د يوه معياري سړک دټولو جزئياتو په ګډون به د يوه کاري کال په موده کې په اساسي توګه جوړ او ورسره جوخت به د کابل - جلال اباد له سړک څخه د ترافیکو ګڼه ګوڼه کمه او د ګاونډیو سیمو اوسیدونکو ته به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي