الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د بېلابېلو ناحیو له اوسېدونکو سره ولیدل

16 حمل 1403

11688.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښاري ستونزو د حل په موخه، د بېلابېلو ناحیو له اوسېدونکو، هټیوالو او د اصنافو له استازو سره بحث او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې کابل ښاروال په خپلو خبرو کې وویل:د ښاري مدیریت د ښه والي په موخه به د ښاریانو له رغنده او اغیزناکو نظریاتو او وړاندیزونو څخه  ګټه پورته کړو، کابل ښاروالۍ کابل ښاریانو ته د هوسا او آرامه ژوند د برابرولو په لټه کې ده او د دې ادارې مسئولین به له خپلو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې، ښاریانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له هیڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي. دغه راز کابل ښاروال د ښار په بېلابېلو سیمو کې د شته ستونزو او بې نظمیو، د اساسي سړکونو، لښتیو او کانالونو د نشتوالي او د لسګونو سیمه ییزو ستونزو د حل په اړه چې، د ګډون والو له خوا وړاندې شول خبرې وکړې او په روان کال کې یې د کابل ښاروالۍ د پراختیایي برنامو او پلانونو په اړه هم رڼا واچوله. همدا شان په دې لیدنه کې کابل ښاروال ژمنه وکړه چې، د ښاریانو د مهمو او اساسي ستونزو د حل په موخه به ډیر ژر اقدام وکړي.  کابل ښاروال زیاته کړه چې په خپلو پلانونو کې به د نښلوونکو سړکونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي او د بازارونو د تنظیم په برخه کې به ټولو اصنافو ته ښاري آسانتیاوې هم رامنځته شي