د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رحمان مېنې د E برخې سړک د جوړولو چارې روانې دي

18 حمل 1403

11697.jpg (1820 × 1024)

په اتمه ناحیه کې د ستانکزي له بلاکونو څخه د کارته نو تر سړک پورې د رحمان مېنې د(E) برخې سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د معلوماتو له مخې، دغه سړک په ټولیزه توګه (٣٣٠٠) متره اوږدوالى او بېلابېل سور لري، چې له ستانکزي بلاکونو څخه تر هېوادوال بلاکونو او د اتمې ناحيې پر لور يې دقیر چارې ترسره شوې او د پاتې برخې به یې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته په راتلونکو ورځو کې پیل شي. اوس مهال د یاد سړک د پلولارو او ګلدانونو د جوړولو، د څراغونو نصبولو، د کرنیزې خاورې د لېږدولو او په ګلدان کې یې د نیالګیو اېښودلو کار روان دی. د کار د ښه کیفیت د تضمین په موخه، او په بېلابېلو پړاوونو کې د دغې پروژې له پلي کېدو څخه د کابل ښاروالۍ د اړوندو مسئولینو له خوا په فني او تخنیکي توګه څارنه ترسره کیږي