د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د حبیب یار خیریه بنسټ د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له کارکوونکو سره مرسته وکړه

18 حمل 1403

11699.jpg (1820 × 1024)

حبیب یار خیریه بنسټ د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست (۴) زره کارکوونکي د یوې اوه منۍ بوجې اوړو، یوې ۲۵ کیلويي بوجۍ وریجو او یوه ۵ لېټره بوتل غوړیو په مرسته کولو سره وهڅول او له دوی څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. د یاد بنسټ د مسئولینو په وینا؛ د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکي په هر ډول شرایطو کې د ښار د پاکوالي په برخه کې بېدرېغه هلې ځلې کوي او  اړتیا ده چې د ټولو ښاریانو له لوري د دوی ملاتړ وشي. د دغه بنسټ مسئولینو ژمنه وکړه چې، په راتلونکې کې به هم له نارنجي اغوستونکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. د یادونې وړ ده چې، تر اوسه د تنظیف ریاست (۲) زره کارکوونکو ته چې، په ناحیو کې دنده تر سره کوي دغه مرستې وېشل شوې دي او په راتلونکو ورځو کې به په نورو ناحیو کې هم ووېشل شي