د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې دسړک او کوڅې جوړولو دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

18 حمل 1403

11707.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحیې د ۲۱م او ۲۲ م ګذر اړوند د قلعه احمدخان په سیمه کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو دوه پروژې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم رئیس انجینر میرالرحمن ناصري او د شپاړلسمې ناحیې د رئیس مولوي محمد عارف کمالي لخوا په داسې حال کې چې، د سیمې اوسېدونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.  په هغه پرانیست غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم رئیس خبرې وکړې او ویې ویل: دغه  پروژې د خلکو د ستونزو د حل او ښاریانو ته د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته  پلې شوې چې، په ۲۱م ګذر کې کوڅې (۱۱۴۸) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر ۴) مترو پورې سور او په ۲۲م ګذر کې فرعي سړک چې، (۱۱۶۱) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، په ټولیزه توګه د (۱۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۵) میاشتو په موده کې جوړ شوي او د دغو پروژو له لارې هره ورځ (۲۰۰) کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. دغه راز د شپاړلسمې ناحيې رئیس دیادو پروژو له بشپړېدو څخه خوښي وښوده او ويې ويل: د يادو فرعي سړکونو او کوڅو په جوړېدو سره د ښاريانو ډېرې ستونزې هوارې شوې او ژمنه يې وکړه،چې، په راتلونکې کې به له ښاري آسانتیاوو څخه په محرومو سيمو کې ورته نورې پروژې هم طرحه او پلي شي. په پای کې د شپاړلسمې ناحیې رئیس له ښاریانو غوښتنه وکړه ترڅو د یادو کوڅو او فرعي سړکونو ساتنې ته پام وکړي