الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو

19 حمل 1403

11712.jpg (1820 × 1024)

د روژې مبارکې میاشتې د وروستۍ لسیزې او د قرآن کریم د نازلېدو په مناسبت، د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د دعوت او ارشاد رئيس مولوي رحمت الله صاحبزاده په دې اړه وویل:  په دغو مراسموکې د کابل ښاروالۍ کارکوونکو د اسلام د ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم روح ته د دعا سربېره، د قرآن کریم ختم کړ. نوموړي زیاته کړه چې، اسلامي امت د خپل ژوند په ټولو چارو کې د قرآن پیروي کوي او د مسلمانانو لپاره اړینه ده چې د قرآن کریم په معنی پوه او د هغه له ښېګڼو سره آشنا شي او د محمد صلی الله علیه وسلم د راوړي شریعت د ټینګښت لپاره له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړي. په دې مبارکه میاشت کې د قرآن کریم ختمول په حقیقت کې د الله تعالی له هغهو نعمتونو څخه یادونه ده کوم چې له خیر او برکت څخه ډک دي