د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له اللّه«ج» سره د راز او نیاز څو شپې ورځې ( اعتکاف)

عزیزي

 11726.jpg (2500 × 1100)

اعتکاف په جومات کې له الله (ج) سره  د نږديوالي په نیت د ځانګړي ادب له مخې پاتې کیدل دي، چې انسانان پکې د ځانګړو آدابو له مخې له لوی رب سره راز او نیاز کوي، دعا کوي، عبادت کوي او  له هغه لوی رب(ج) څخه د خپلو ګناهونو د بښنې غږښتنه کوي. اعتکاف د نفس د اصلاح یو مهم پیل دی چې انسان په څو ورځو کې د دنیا له مادي ښیګڼو څخه جلا کوي او په معنوي نړۍ کې یې ډوبوي او بیا هغه دې ته اړ باسي  تر څو خپل نفسي خواهشات اصلاح کړي، توبه وباسي او له اعتکاف څخه تر بیرته راوتو وروسته ځان له ګناهونو څخه پاک وګڼي. اعتکاف باید د عبادت په نیت په جومات کې وي، ځکه په عبادت کې نیت شرط دی، لکه څنگه چې حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ثواب او اجر د یو عمل د نیت پر بنسټ وي، چې هر شخص ته د هغه د نیت پر بنسټ بدل ورکول کیږي او د جومات غوره کول له دې امله شوي چې، پاک خدای جل جلاله د البقره سورت په187م آیت کې فرمایلي دي: ژباړه: کله چې تاسو په جوماتونو کې په اعتکاف کینئ له خپلو ښځو سره جنسي اړیکې مه نیسئ. معتکف باید پرته له عبادت، لمونځ، د قرآن کریم تلاوت، تسبیح، تکبیر، ذکر، تحلیل، استغفار، توبه او پر رسول الله صلی علیه وسلم درود، دعا او نورو عبادتونو په بل څه مصروف نشي. په قرآنکریم کې د اعتکاف په توګه هغې ژمنې ته اشاره شوې چې، الله(ج) له ابراهیم څخه غوښتې وه او هغه ته یې ویلي وو څو د طواف کوونکو لپاره او یا چې څوک غواړي هلته لمونځ وکړي د خدای (ج) کور (جومات پاک کړي).

دې موضوع ته د البقره سورت په  125م آیت کې په دې توګه اشاره شوې ده:

ژباړه: او موږ ابراهيم او اسمٰعيل ته كلك حكم وكړ دا چې تاسو (دواړه) زما كور د طواف كوونكو او اعتكاف كوونكو او ركوع كوونكو، سجده كوونكو لپاره ښه پاك كړئ! له حضرت بي بي عائشة رضی الله عنها څخه روايت دی چې فرمايي: کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  اعتکاف کولو ته اراده وکړه نو د سهار لمونځ به يې وکړ او له دې وروسته به د اعتکاف ځای ته ور داخل شو.  د همدغه حدیث پر بنسټ علما استدلال کوي، چې د اعتکاف پيل د رمضان المبارک د يوويشتمې نيټې سهار مهال پکار دی. د حضرت ليث رحمه الله يو روايت هم د دې مطابق دی، او د آئمه اربعه وو مسلک دا دی چې، معتکف ته د رمضان المبارک د شلمې نيټې د لمر له لويدو دمخه جومات ته داخليدل پکار دي. تر کومه ځايه چې د حضرت بي بي عائشة رضی الله عنها د حديث څخه معلومیږي، دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف له نيت سره د رمضان المبارک په شلمه نيټه د لمر له لويدو دمخه جومات ته تشريف راوړی وو، ټوله شپه په جومات کې اوسيده، له دې وروسته کله يې چې د سهار لمونځ وکړ نو د خلکو له هجوم څخه جلا شو، د خلوت او آرام لپاره په معتکف کې کيناست. نو ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف پيل د ماښام په وخت او په معتکف کې سهار مهال داخل شوی وو. په ډیری روایاتو کې راغلي چې، د رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت دا وو چې، هغه مبارک به د روژې په وروستیو لسو ورځو کې اعتکاف کاوه او صحابه رض الله عنهم به یې هم اعتکاف ته هڅول. اعتکاف کفايي سنت دی، که چېرې په یو چاپېریال یا د یو جومات په اوسیدونکو کې یو کس په اعتکاف کې کیني، له ټولو څخه د اعتکاف مسئولیت رفع کیږي او کفایت کوي، خو که چېرې یو کس هم دا کار ونه کړي نو ټول گنهگار کیږي، ځکه چې په ټولیزه توگه سنت پریږدي.  نو اړینه ده چې دغه کفایي سنت د سیمې د یو شمیر کسانو له  لوري عملي شي څو  ټول خلک د هغه  د ثواب مستحق وگرځي او له گناه څخه وژغورل شي. په کوم جومات کې چې پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کيږي، په هغه کې په اعتکاف کې کیناستل روا دي، او که چېرې جومات داسې وي چې په جماعت سره لمونځ نه پکې کيږي نو هلته د اعتکاف کول هم جایز نه دي. د نارینه وو ترڅنګ ښځې هم کولای شي په اعتکاف کې کیني خو ښځې دې په خپل کور کې د لمانځه لپاره يو ځای وټاکي او هلته دې اعتکاف وکړي، په دې سره هغې ته په جومات کې په اعتکاف کې د کيناستو ثواب ورکول کيږي. یو شمیر خلک په دې موخه چې اعتکاف یې مات نشي خبرې نه کوي او همدې خبرې نه کولو ته عبادت وايي، خو داسې نه ده، معتکف ته د ښو خبرو کولو اجازه هم شته او که چېرې بې وسه وي حتی کولای شي د خپلو اولادونو د نفقې موندلو په موخه له اعتکاف څخه ووزي. اعتکاف خورا ډیر فضایل لري چې په احادیثو کې ورته اشاره شوې ده، د ابن عباس رضي الله عنها څخه روايت دى چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: ژباړه: کوم څوک چې د الله جل جلاله د رضا لپاره یوه ورځ اعتکاف وکړي نو الله پاک به د ده او د جهنم تر منځ د یوې درې دومره لوی خندقونه جوړکړي چې، د هغوی په منځ کې واټن به د ختیځ او  لودیځ له واټن څخه هم ډیر وي. په همدې توګه د اعتکاف یو له مهمو موخو څخه د لیله القدر لټون دی، څو د روژې په وروستیو لسو ورځو کې معتکف د دې سترې او ارزښتناکه شپې له فضیلتونو هم برخمن شي. که چېرې اعتکاف یوازې او یوازې د الله (ج) د رضا لپاره وشي نو ډیر لوی عبادت دی چې، رسول الله ص علیه وسلم هم نه دی پرې ایښی. امام زهري رحمه الله فرمايلي: رسول الله صلی الله عليه وسلم ډير کارونه ترسره کړي او کله يې هم پرې ایښي دي، خو کله يې چې مدينې منورې ته تشريف راوړ نو تر وروستیو پورې يې د رمضان المبارک په وروستیو لسو ورځو کې اعتکاف نه دی پرې ايښی. په دی هیله چې هر مومن مسلمان دغه عبادت په ښه توگه ادا کړي او د دغه ستر عبادت له ټولو ثوابونو او اجرونو څخه برخمن شي.