له احتکار څخه د مخنیوي او د نرخونو د کنټرول په موخه د اوولسمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي په ځانګړې توګه د خوراکي توکو او وچې میوې په پلورنځیو کې د توکو له نرخونو څارنه وشوه. د اوولسمې ناحیې مرستیال مولوي ذبیح الله نبي خیل وویل: د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د کوتل بازار بېلابېلو اصنافو ته سپارښتنه وشوه ترڅو نرخنامه په جدي توګه په نظر کې ونیسي؛ د سرغړونې لیدلو په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره شي. نوموړي له اصنافو وغوښتل ترڅو انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي د کابل ښاروالۍ له نرخنامې سره برابر وپلوري
د اوولسمې ناحیې په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو له بیو څارنه وشوه
21 حمل 1403