د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سطحي اوبو د مدیریت اړوند د کابل ښاروالۍ ارزښتناکې کړنې

27 حمل 1403

11742.jpg (1820 × 1024)کابل ښاروالۍ د ښار په کچه د کانالونو او لښتیو پاکولو سربېره د نویو کانالونو جوړولو ته هم پام کړی دی. په ښار کې د ډیری کانالونو او لښتیو د بندېدو لامل ښاریان دي چې، له امله یې د اورښتونو پر مهال اوبه سړکونو ته را پورته کیږي. په دې وروستیو کې کابل ښاروالۍ د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د دیارلسمې ناحیې اړوند د یوسف بنګي کانال، په شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې د جبارخان کانال، په دولسمه ناحیه کې د امنیت پروژې او پنځلسمه او شلمه ناحیه کې د ځمکې سر اوبو د مدیریت په موخه نوي کانالونه جوړ کړي دي. په تېرو وختونو کې د مسلکي مدیریت او معیاري لښتیو نشتون، یو هغه لامل دی چې، له امله یې اوبه سړکونو ته راپورته کیږي. اوس مهال کابل ښاروالۍ د ښار په ځینو برخو کې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د نویو کانالونو او لښتیو جوړول تر لاس لاندې لري. د تېرو دوه کلونو په بهیر کې د کابل ښار په اته ویشت سیمو کې څه باندې (۱۰۰) کیلو متره کانکریتي لښتي، لسګونه کوچني نښلوونکي کانالونه او پلچکونه نوي جوړ شوي او څه باندې لس کیلو متره لښتي بیارغول شوي او دا کار لا هم دوام لري. پورته ذکر شوي ټکي د سطحي اوبو د مدیریت په برخه کې د کابل ښاروالۍ له مهمو فعالیتونو څخه شمېرل کیږي او له ښاریانو غوښتنه کیږي چې، د کانالونو او لښتیو د پاک ساتلو په برخه کې له یادې ادارې سره مرسته وکړي