د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست زیار کښو کارکوونکو داختر ورځې خپلو ښاریانو ته د خدمت کولو په موخه ځانګړې کړې وې، چې د کثافاتو د راټولولو او لېږدولو سربېره یې، د بارانونو د اورښتونو له امله په زیانمنونکو سیمو کې د اوبو د ټولېدو ستونزو ته رسېدنه کړې ده. کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، د ښاري نظم د ټینګښت او پاکوالي په برخه کې له دې ادارې سره مرسته وکړي
د اختر په ورځو کې تنظیفي فعالیتونو دوام درلود