د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ځنګلونو اقتصادي گټې

عصمت الله

 11748.jpg (1200 × 528)

د موضوع په اړوند تر بحث وړاندې اړینه ده چې، ځنګل وپیژنو. د ځنګلونو لپاره ډير تعریفونه شته دي خو تر ټولو جامعې تعریف یې دا دی: ځنګل هغي سیمې ته ویل کیږي چې، هلته نباتات، حیوانات او په سترګو نه لېدل کېدونکي ژوندي موجودات شتون ولري. له ځنګل څخه نه یواځې دا چې د ودانیزو چارو او سون توکو، لپاره ګټه اخیستل کیږي، بلکې ځنګلونه نورې اقتصادي ګټې هم لري چي د خلکو د ژوند لپاره ډیرې اړینې دي. دځنګل په ساتلو کي موږ ټول ګډ مسئولیت لرو، که چېرې د ځنګلونو ګتو ته پاملرنه وکړو نو هېڅ کله به د هغه له منځه وړلوته زړه ښه نکړو. ځنګل نه یوازې دا چې اقتصادي ګټې لري، بلکې نورې مهمې ګټې هم لري، لکه د انساني  ژوند د پایښت لپاره د ناپاکې هوا په پاکې هوا بدلول، د سیلابونو راوتلو په مخنیوي کې اوداسې نور.

 اوس راځو اصلي موضوع ته چې، د ځنګلونو اقتصادي ګټې کومې دي؟

ربړ،غوړي، تیل، وریښم، کاغذ، الکول، سلولوز، تانین، ترینتین، ویټامین، رنګونه، ژاولي، سرش، کیمیاوي توکي او نور فرعي او غیر فرعي محصولات ترې لاسته راځي، چې دا ټول د انساني او وحشي ژوند د پایښت لپاره اړین توکي ګنل کیږي، او پاتې شوني لکه، پاڼې چې د هغو په راولېدولوسره په ځمکه کې ګټوره خاوره پیدا کیږي، او د دې ترڅنک د لرګیو له پاتې شونو څخه یې بیا د وخت په تېرید سره سکاره پیدا کیږي، چي دا بیا د هېواد د اقتصاد لپاره ډیر ګټور تمامیږي. پورته یاد شوي مواد ټول ګټور دي، خو ربړ،غوړي، تیل، وریښم او کاغذ، دا هغه څه دي چې، د هېواد اقتصاد په پښو درولی شي او هم د افرادو ژوند لپاره ډير اړین دي. اوس د نړۍ کابو ټول اقتصاد په همدغو محصولاتو ولاړ دی. بل دا چې د خاورې د تخریب مخنیوی کیږي، یعنې د خاورې ذرات د اوبو او باد د حرکت له امله له خپل ځای څخه لیرې کېدلو یا د سرینې او حاصل ورکوونکې خاورې له منځنه تللو ته د خاورې تخریب ویل کیږي، چې د خاورې د تخریب تعریف په یو بل ډول هم کېدلی شي. د بېلابېلو طبعي عواملو په وسیله، له یو ځای څخه بل ځای ته د ذراتو تللو ته د خاورې تخریب ویل کیږي. د ځنګلونو یوه بله ګټه دا ده چې، د خاورې د تخریب مخنیوی کوي، ځکه زموږ اقتصاد کابو(85) سلنه په کرنیز سیستم ولاړ دی. په دې موخه چې سرینې او حاصلخیزه خاوره له منځه ولاړه نشي، نو د ځنګلونو شتون يوه ستره اړتیا ده. ځنګلونه نه یوازې دا چې د خاورې د تخریب مخنیوی کوي، بلکې د حاصلخیزې خاورې په رامنځته کولو کې ډیره مرسته کوي. مخکي هم دې ټکي ته اشاره وشوه چې، د ځنګلونو پاڼې او نور پاتې شوني د وخت په تېرېدو سره په حاصلخیزه خاوره بدلیږي چې، دا بیا د کرنې لپاره ډیر ګټور تمامیږي. د نړۍ پوهان په دي اند دي چې، د خاورې تخریب د اوبو په وسیله رامنځته کیږي، یعنې کله چې د ځمکې مخ په نباتاتو نه وي پوښل شوی د باران څاڅکې د ځمکې په مخ په ډېر شدت سره لګیږي چې له امله یې د خاورې دانې او لوټې په کوچنيو برخو ویشل کیږي، چې بیا کله اوبه ځوړنده بڼه ځانته غوره کوي نو دغه کوچنۍ برخې له یو ځای څخه بل ځاي ته لېږدول کیږي چې په پایله کې د خاورې تخریب رامنځته کوي. دا کار هغه وخت رامنځته کیږي چې، د ځمکې مخ د نباتاتو په وسیله پوښل شوي وي، چې دا هم ځنګلونو ته یوه ګټه ګڼل کېږي او داسي نور