د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سابقه تایمني له څلورلارې تر کارته پروان پورې د سړک د جدولونو د بیارغونې او نصبولو چارې روانې دي

30 حمل 1403

11761.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د سابقه تایمني له څلورلارې څخه تر کارته پروان پورې د سړک په اوږدو کې د جدولونو د بیارغونې او نصبولو چارې روانې دي. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د مسئولینو په وینا؛ د (۶) کیلو مترو په اوږدوالي د یاد سړک په اوږدو کې هغه جدولونه چې، د بیارغونې وړ نه دي، پر ځای یې نوي جدولونه نصب او پاتې نور یې په معیاري توګه بیا رغول کیږي. جدولونه د سړک مهمه برخه ګڼل کیږي چې، د ترافیکي بهیر د ویش، د ښاري ښکلا او د ګلدانونو د پراختیا په برخه کې مهم رول لري. د یادونې وړ ده چې، دغه جدولونه به تر نصبولو وروسته په بنسټیزه توګه رنګ او ورسره جوخت به د سیمې  ښکلا نوره هم زیاته شي