الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هنګرها له څلورلارې څخه د میرزا عبدالقادر بیدل تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک دجوړولو لومړني کارونه پیل شول

1 ثور 1403

11762.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د پنځلسمې ناحیې اړوند د هنګرها له څلورلارې څخه د میرزا عبدالقادر بېدل (قصبې) تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړني کارونه پیل شول. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه مهم نښلوونکی سړک چې،(۱۸۹۰) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، په روان کال کې به په بنسټیزه توګه جوړ شي. د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته او د کورنیو چارو وزارت او ورڅېرمه سیمو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي. د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک په اوږدو کې (۴۰۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې وو چې، (۹۰) سلنه مالکانو ته یې د استملاک قانون له مخې بدیل حقونه ورکړل شوي او پاتې نورو ته به هم ورکړل شي