د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه تر سره شوه

8 ثور 1403

11818.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ اداري شورا د ښاري پلانونو او برنامو د پلي کېدو په اړه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې چې، د یادې ادارې مرستیالانو، د مرکزي ادارو او ناحیو رئیسانو ګډون کړی وو، د یو ویشتمې ناحیې د پلاني کولو په برخه کې د امیرالمؤمنین د فرمان پلي کولو، په ودانیو کې د فاضلاب تصفیه کولو خونو د سیستم جوړولو دکړنلارې،  د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذرونو د ویش، په زرغونو سیمو کې د ونو د پرېکولو له امله د تاوان اخیستلو د څرنګوالي، ګذر وکیلانو ته د پېژند کارت وېشلو ، د ناحیو په کچه له کابل ښاروالۍ سره د همکارو شوراګانو لپاره د کړنلارې جوړولو او د یو شمېر نورو ښاري مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې. کابل ښاروال ښاریانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو پر چټکتیا ټینګا وکړ او په دې برخه کې یې اړوندو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. دغه راز کابل ښاروال وویل چې، د دندو په ترسره کولو کې باید اغېزمن او ګټور ګامونه واخیستل شي څو ښاریانو ته د هوسا ژوند زمینه برابره شي. همدارنګه کابل ښاروال زیاته کړه چې، ټول ښاریان دې د ښاري پلانونو او برنامو په پلي کولو کې له دې خدماتي ادارې سره هر اړخیزې مرستې وکړي