الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل سرپرست ښاروال د کمپنۍ سرک د جوړېدو له بهير څخه لیدنه وکړه

23 ثور 1397


د کابل ښاروالۍ سرپرست پوهنیار عبدالله حبیب‌زی د جمعې په ورځ د کمپنۍ ساحه کې د سرک د جوړېدو له بهير څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي حبیب‌زی د سرک د چارو څخه د کنتې تر پر مهال مسولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د چارو په چټکتیا کې کوټلی ګامونه واخلي او د سرک د جوړېدو د چارو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د يادونې وړ دی، چې یاد سرک د کابل ښاروالۍ د کار د ساتنې او څارنې د ریاست له لوري د ۱۳۹۷ کال په اوږدو کې په پاخه او اساسي ډول په څلورو لینونو کې د ۶۰ مترو په عرض رغيږي چې عملاً يې په ساحه کې کار پیل شوی دی.