د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښار کې د سړک جوړونې د ۳ لویو پروژو چارې پیل شوې

9 ثور 1403

11828.jpg (1820 × 1024)

 د ریاست الوزار د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او کابل والي ملا امین الله عبید لخوا د اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې، د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر کابل- جلال آباد لویې لارې پورې د نوي نښلوونکي سړک او له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سړک پورې د نوي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وویل: دا سړکونه د کابل ښاروالۍ له لوري د ښار د ماسټر پلان له مخې د اقتصادي او ټولنیزې ودې، د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ښاریانو د ستونزو د حل په موخه جوړیږي، چې له خورا ارزښت څخه برخمن دي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې د دې پروژو په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. ورپسې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر خبرې وکړې او ويې ویل: دا سړکونه به په ټاکلي شوي وخت او لوړ کیفیت سره جوړ شي او ټاکل شوې ده په روان کال کې برابرې پراختیا ته په کتو به کابل ښار کې ورته نورې پروژې هم پیل او پلې شي. ورته مهال کابل والي د کابل ښاروالۍ ښاري او زیربنايي پلانونه وستایل او ویې ویل: د کابل ولایت مقام به د پروژو په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، دوه اصلي او دوه فرعي لیکې په بر کې نیسي او چارې به یې د ۲۰ میاشتو په موده کې د ۳۶۴ میلیونه افغانیو، د هوايي ډګر له څلورلارې څخه د کابل- جلال آباد لویې لارې تر ګمرک سیمې پورې سړک ۲۷۹۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، چارې به یې په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې د ۲۰ میاشتو په موده کې د ۴۰۷ میلیونه افغانیو، او له شهید هنګرها څخه تر میرزا عبدالقادر ( قصبې سړک) پورې نوی سړک ۱۸۹۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري چې، چارې به یې د ١٢ میاشتو په موده کې د ۱۷۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پلو لارو، لښتیو، د بایسکل چلولو لیکو، ګلدانونو، تم ځایونو، ترافیکي نښو او د معیاري سړکونو د نورو برخو په ګډون په بنسټیزه توګه بشپړې شي