د ښاري سیمو د پاکوالي په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا د شپاړلسمې ناحیې اړوند قلعه زمانخان او یو شمېر نورو سیمو کې د کثافاتو ټولولو او د لښتیو پاکولو چارې روانې دي. د ښار په نا مناسبو ځایونو په تېره لښتیو کې د کثافاتو غورځول، د تنظیفي کارکوونکو پر وړاندې ستونزې نورې هم زیاتوي چې، ښاریان باید له دغه ناوړه کار څخه ډډه وکړي. ښاریان باید خپل تولید شوي کثافات په ټاکلو او مناسبو ځایونو کې وغورځوي ترڅو له یوې خوا په خپل وخت ولېږدول شي او بل خوا به د لښتیو او کانالونو د بندېدو مخنیوی وشي
په شپاړلسمه ناحیه کې تنظیفي چارې روانې دي