الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ سړک د زیانمنو برخو د بیا رغولو چارې روانې دي

12 ثور 1403

11865.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا، له کوته سنګي (میرویس میدان) څخه د کمپنۍ تر چوک پورې د عمومي سړک د زیانمنو برخو د بیا رغولو چارې روانې دي. د سړک جوړونې آمر انجنير شريف الله قادري په دې اړه وويل: د ښاري تاسیساتو د ساتنې په موخه، د دغه سړک دوه اصلي کرښې چې، د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې وې، له فني او تخنيکي مطالعاتو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله په اساسي توګه بیا رغول کیږي. هغه سړکونه چې زیانمن شوي وي د اړتیاوو له ارزونې او تخنیکي مطالعاتو وروسته به یو په بل پسې بیا ورغول شي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست په ۱۴۰۳ کال کې پلان لري چې، د ښار په بېلابېلو برخو کې تر (۹۰)کیلومترو زیات سړکونه بیا ورغوي