د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:00 ق-ظ
لمر راختل 5;26 ق-ظ
د ماسپښين آذان 11:53 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 6:38 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.35 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.190 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

۳۶۱۵۵ کیلو ګرامه بې کیفیته او تېر وخته توکي لمنځه یوړل شول

11869.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست د مسئولانو له له لوري د ښار په کچه له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې ۳۶۱۵۵ کیلو ګرامه تېر وخته او بې کیفیته خوراکي او روغتیايي توکي راټول او له ښاره د باندې د ګزک په سیمه کې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې لمنځه یوړل شول. د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي روغتیا مرستیال مفتي فضل الکریم وویل: په دې موادو کې شیدې، ملايي، بیسکویټ، غوړي، پنیر، د لوبیا او ماهیانو کنسر، د رومي بانجانو روب، چپس، پاپړ، شامپو، صابون او نور توکي شامل دي. د نوموړي په وینا؛ د څارنو په لړ کې یو شمېر لوډسپیکر چې، د غږیزې ککړتیا سبب ګرځېدلي وو، هم راټول شول. د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه به له بازارونو څخه د مسئولانو څارنې روانې وي؛ غوښتنه کیږي ترڅو، پلورونکي بې کیفیته او تېر وخت توکي ونه پلوري او په همدې توګه پېرودونکي هم باید له بازارونو څخه تېر وخته او بې کیفیته توکي ونه پيري