د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.80 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 251 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پروان هوتل په څلورلارې کې د ښاري ښکلا چارې بشپړې شوې

11898.jpg (1820 × 1024)

د یوولسمې ناحیې اړوند د پروان هوټل په څلورلارې کې د ښاري ښکلا چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د خصوصي سکټور له هغه غړو چې، تر اوسه یې د ښار په ښکلا کې برخه اخیستې ده مننه وکړه او ویې ویل: ښاري ښکلا رامنځته کول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی چې، د ښاریانو په رواني دید کې غوره بدلون راولي او خلک روښانه راتلونکې ته هیله مند کوي. نوموړي زیاته کړه چې، په راتلونکې کې به هم دا لړۍ روانه وي او اړینه ده ترڅو ټول ښاریان د هغه سیمو په ساتنه کې چې، د ښاري ښکلا پروګرامونه پکې پلي شوي دي له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل: په دې څلورلارې کې د ۸ مترو په لوړوالي او د ۳.۵ مترو په قطر سره د ښاري ښکلا یو سمبول چې، د طب د علم ارزښت بیانوي د معمارۍ پخواني سبک ته په کتو د ( لایف سول فارما) تولیدي شرکت په مرسته د ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت به دوه میاشتو کې په معیاري توګه جوړ شوی چې، ورسره جوخت د یادې سیمې په ښاري ښکلا کې زیاتوالی راغلی دی