
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني او وسره مل پلاوي په کندهار ښار کې د سړک جوړونې له درېیو پروژو څخه لیدنه وکړه. دغه پروژې د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا په معیاري توګه طرحه او ډیزاین شوې دي.
د لیدنې پر مهال د سړکونو د طرحې او پلان جوړونې، د سړکونو د ترافیکي تحلیل، د سړکونو د توپوګرافي او املاکي سروې او د پروژو د ډیزاین او تخنیکي ځانګړنو په اړه بحث او هر اړخیزه ارزونه ترسره شوه.
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د دغو پروژو له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د کابل ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي ټیمونه چمتو دي، څو د ښاري پلانونو د چمتو کولو، د زېربنايي پروژو د طرحې او ډیزاین په برخو کې له کندهار ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
نوموړي همدا راز د کابل ښاروالۍ او د هېواد د نورو ښاروالیو ترمنځ د همکاریو او د مسلکي تجربو د شریکولو په پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، د افغانستان د ښارونو ترمنځ د مسلکي تجربو تبادله او د بریالیو ښاري طرحو پلي کول کولای شي د ښارونو د ودې او پراختیا په برخه کې اغېزمن تمام شي.
ورته مهال د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني د کندهار ښار د سړک جوړونې پروژو د پلان او ډیزاین په برخه کې د کابل ښاروالۍ له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل: هغه زېربنايي او ټولګټې پروژې چې، اوس مهال په کابل ښار کې پلې کېږي، کولای شي د هېواد د مخ پر ودې ښارونو لپاره د نمونې په توګه وکارول شي.
د ا.ا.ا د مشرتابه د حکم پر بنسټ د کندهار ښار د سړک جوړونې درې پروژې د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا په عصري او معیاري ډول طرحه او ډیزاین شوې دي.
په دغو پروژو کې لومړۍ پروژه له کپتان مدد څلورلارې څخه د فرقې په لوري او د تپې شمال لوري ته تر ډنډ څلورلارې پورې سړک دی چې، ۶۰ متره سور او ۳۱۰۰ متره اوږدوالی لري. دویمه پروژه له میرویس شاندیز رستورانت څخه د کندهار–بولدک او کندهار–کابل تر لویو لارو پورې د د کندهار ښار دننه د حلقوي سړک جوړول دي چې ۸۹۵۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري. درېیمه پروژه له ډنډ څلورلارې څخه تر باغ پُل پورې د سړک جوړول دي، چې ۶۰ متره سور او ۹۸۰۰ متره اوږدوالی لري.
کابل ښاروال او ورسره مل پلاوي په کندهار کې له یو شمېر زېربنايي پروژو څخه لیدنه وکړه
11 میزان 1405


