الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل سیند د کثافاتو د سروې او کچې معلومولو چارې پیل شوې

13 میزان 1405


د کابل ښاروالۍ د تخنیکي ټیمونو له خوا، له کمپنۍ پله څخه د مکروریانو تر څلورلارې او پر دوام یې تر تنګي غارو پورې د کابل سیند د پاکولو په موخه، په دې سیند کې د شته کثافاتو د سروې او کچې معلومولو چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد په دې اړه وویل: د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د سپارښتنې له مخې؛ د سروې او د شته کثافاتو د کچې تر معلومولو وروسته، ټاکل شوې چې، کابل سیند په بنسټیزه توګه پاک کړل شي.
نوموړي زیاته کړې چې، د دغو عملیاتو پر مهال به کثافات او هغه رسوبات چې، د موسمي بارانونو او کېندنو له امله په سیند کې راټول شوي، پاک او له یاد سیند څخه تر اېستلو وروسته به ځانګړي ځای ته ولېږدول شي.
د تنظیف ریاست د کانالونو آمر د کابل سیند په اوږدو کې له مېشتو ښاریانو وغوښتل چې، په سیند کې د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې، په سیند کې د کثافاتو اچول ښاري سرغړونه بلل کېږي او له دې وروسته به له سرغړوونکو سره جدي قانوني چلند وشي.
کابل سیند چې، د کابل ښار له مهمو طبیعي او ارزښتناکو شتمنیو ګڼل کېږي، په وروستیو کلونو کې د یو شمېر بې پروا ښاریانو له خوا ډول ډول کثافات پکې اچول شوي دي.
د کابل سیند په اوږدو کې د کثافاتو اچول، سربېره پر دې چې چاپېریال ککړوي او د سیند شاوخوا میشتو اوسېدونکو روغتیا له ګواښ سره مخ کوي، د ماهیپر او سروبي بندونو ته کثافات لېږدوي چې، د یادو بندونو د تاسیساتو د زیانمنېدو لامل هم ګرځي.
کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، د ښار د پاکوالي اصول په پام کې ونیسي او په کابل سیند کې د کثافاتو له اچولو څخه په کلکه ډډه وکړي. همدا راز دوی ته په کار ده چې، د ښار د دې طبیعي پانګې په پاک ساتلو کې مرسته وکړي.