الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحیې له بازارنو څخه ۳۰۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شول

11905.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحيې مسئولينو د څارنې او پلټنې په ترڅ كې د دې ناحیې له مال ګودامونو او هټيو څخه (۳۰۰۰)كيلو ګرامه بې كيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز يو شمېر لودسپيكرونه چې د غږیزې ککړتيا لامل کېدل  راټول او د له منځه وړلو په موخه يې ټاکلي ځاى ته ولېږدول. د لومړۍ ناحيې د چاپېريال ساتنې مدیر احمد ضيا تسکين په دې اړه وويل: په دغو توکو کې غوړي، مکروني، چاکلېټ، شيدې، قهوه، مربا، آچار، د لوبيا، نخود او کبانو کنسرو، بسکویټ، ترشي، غیر الکولي مشروبات او د مينځلو مواد شامل دي.  له ښاریانو څخه هیله کیږي چې د خپلو اړتیا وړتوکو د پیرودلو پر مهال د  هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي