الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د تهیه مسکن او سرای شمالي څلورلارو تر منځ د غځیدلي سړک د فرعي لیکو د جوړولو چارې بیا ځلي پیل شوې

19 ثور 1403

11923.jpg (1820 × 1024)

د سیمې اوسېدنکو ته ترپرلپسې خبرتیاو وروسته، د اوولسمې ناحیې اړوند د تهیه مسکن او سرای شمالي څلورلارو ترمنځ د غځيدلي سړک د فرعي لیکو کیڼ اړخ ته د پاتې استملاکي ملکیتونو د پاکولو او ویجاړولو چارې بیاځلي پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د استملاک د رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف په وینا؛ د دې سړک په اوږدو کې (۷۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، مالکانو ته به یې د استملاک قانون له مخې بدیل حقونه ورکړل شي، نوموړي زیاته کړه، کلونه وړاندې د دې سړک په اوږدو کې یو شمېر هټۍ او ملکیتونه په ناقانونه توګه جوړ شوي وو. د ماسټر پلان له مخې د یاد سړک جوړول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب او د کابل ښاریانو پخوانۍ هیله ده. ورته مهال د یاد سړک ښي لوري ته د (۴۰) میلیونه افغانیو په لګښت د فرعي لیکې د جوړولو چارې د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پیل شوې. دغه فرعي سړکونه دواړو خواوو ته (۹۰۰) متره اوږدوالی، (۱۴،۵) متره سور لري چې، له سور څخه یې (۶،۴) متره د موټرو د تګ راتګ او پاتې برخه یې د پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، تمځایونو او ترافیکي نښو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده