الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې له سړکونو څخه د غیر معیاري جمپونو د پاکولو چارې پیل شوې

19 ثور 1403

11925.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورټي آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د پنځمې ناحیې د مسئولینو له لوري د خوشحال خان مېنې له سړکونو څخه د غیر معیاري جمپونو د پاکولو چارې پیل شوې. د پنځمې ناحیې د ښاري پراختیا آمر روح الله مومند په دې اړه وویل: د پاکو شویو غیر معیاري جمپونو پر ځای به په هغه سیمه کې چې، اړتیا لیدل کیږي نوي او معیاري جمپونه جوړ شي. د یادونې وړ ده چې، په یاده سیمه کې د غیر معیاري جمپونو شتون د ترافیکي ګڼه ګوڼې د رامنځته کېدو، د سړکونو د ژر ویجاړېدو او بې نظمۍ لامل ګرځېدلي وو چې، تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته یې د پاکولو په اړه اقدام وشو