د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې د ۷م ګذر په (ب) برخه کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي

19 ثور 1403

11929.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ لخوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې د ۷م ګذر اړوند د (ب) برخې په هوتخیلو سیمه کې د دوه کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. دا پروژه په ټولیزه توګه (۵۴۲) متره اوږدوالی او (۳) متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون به یې چارې د دوه میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پروړاندې شته موسمي ستونزې حل شي. د یاد ګذر وکیل همایون له کابل ښاروالۍ سره د پروژو په پلي کولو کې د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل: د دې پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده