د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ده افغان په سيمه کې د يوه سوداګريز مارکېټ د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

20 ثور 1403

11933.jpg (1820 × 1024)

د دویمې ناحیې اړوند د ده افغان په سیمه کې د څه باندې (۵۸) میلیونه افغانیو په لګښت د خصوصي سکټور د ګډون له لارې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال محمد خالد سجستاني، د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني،  د کابل والي ملا امين الله عبيد او د اطلاعاتو اوکلتور وزارت د فرهنګ او هنر د مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي له خوا پرانيستل شو. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال وویل: د کابل ښار د اقتصادي او معیاري ودې په موخه، د ښار په کچه ګڼې پروژې طرحه او پلي کېږي؛ او کومې پروژې چې موږ یې تر لاس لاندې لرو؛  په کابل کې به د ستر اقتصادي بدلون لامل شي، چې دغه پروژه یې یوه ښه بېلګه ده. همدا راز د کابل والي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال هر يوه په وار خبرې وکړې او ويې ويل: دغه پروژه د متشبثینو د خوندي فعالیت لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه دوی ته د کارکولو زمینه برابره شوې او د کابل ښاروالۍ وروستي کارونه د کابل ښار د څېرې د بدلولو لپاره د ستاینې وړ دي، کابل د پخوا په پرتله د آبادۍ او ښکلا له پلوه د پام وړ وده کړې ده. دغه مارکېټ د اقتصادي ودې په موخه د خصوصي سکتور، د (شفیع آرش) شرکت په مرسته د یو کال په موده کې په معیاري او عصري ډول د (۳۳۱) متره مربع ځمکې په مساحت سره په شپږو پوړونو کې جوړ شوی چې، د طرحه شوي ډیزاین له مخې (۴۹) هټۍ او په شپږم پوړ کې یې یو جومات، د اودس کولوځای،  تشنابونه او ۳ دفترونه پکې په پام کې نیول شوي دي. د تړون له مخې، خصوصي سکتور به د ياد شوي مارکېټ د هټیو په بدل کې کابل ښاروالۍ ته د درېيو کلونو لپاره هره میاشت (٥١٥٠٢٨) افغانۍ دولتي کرايه ورکوي، چې په کال کې به (٦١٨٠٣٣٦) افغانۍ عواید د کابل ښاروالۍ حساب ته لېږدول کېږي. د یادونې وړ ده چې،۳ کاله وروسته به د یاد مارکیټ د قرارداد په اړه  کابل ښاروالۍ تصمیم نیسي