الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له استازو سره ولیدل

22 ثور 1403

11941.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د مرکزي زون له رئیس او په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر د بېلابېلو ادارو له کارکوونکو سره د ښاري پلانونو د پلي کېدو او له تمویلوونکو سره د ښو اړیکو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې. په پیل کې کابل ښاروال د ملګرو ملتونو د دفتر په ځانګړې توګه د یونپس او هبیتات د دفترونو چې، اوس مهال له کابل ښاروالۍ سره همکاري لري له مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل: کابل ښاروالۍ د ښاري پلانونو د پلي کولو لپاره ښه زمینه برابره کړې ده او په دې برخه کې د بهرنیو مرستندویه ادارو په تېره د ملګرو ملتونو د دفتر مرستو ته اړتیا لیدل کیږي. نوموړي د هغو پروژو چې، پخوا د کابل ښاروالۍ او ملګرو ملتونو په ځانګړې توګه د نړیوال بانک له خوا د ښار د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه طرحه شوې، خو د ځینو لاملونو له امله ځنډېدلې وې  یادونه وکړه او ویې ویل: اوس د دې وخت را رسیدلی چې پروژې په پوره شفافیت او لوړ کیفیت سره تعقیب او پلې شي. ورته مهال د ملګرو ملتونو د دفتر استازو له کابل ښاروالۍ سره د خپلو همکاریو د دوام په موخه په لازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او د کارکوونکو د ظرفیتونو په لوړولو، له ښاري اسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د ستونزو په هوارولو، د سړکونو، کوڅو، پارکونو، زرغونو سیمو،پلونو او نورو عامه ټولګټو او زیربنایي پروژو په پلي کولو کې به له کابل ښاروالۍ سره تخنیکي او مالي مرستې وکړي