د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل په منډوي کې د وریجو د یوه مارکیټ د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

24 ثور 1403

11962.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار په منډوي کې د وريجو د يوه مارکېټ د جوړولو چارې چې، تېر کال د کابل ښاروالۍ له خوا د خصوصي سکټور (قراردادي شرکت) په مرسته پيل شوې وې، د بشپړېدو په حال کې دى. د لومړۍ ناحيې د رئیس مولوي محمد عالم عاصم په وينا، دغه مارکېټ چې (٤٧٤) هټۍ لري، د اقتصادي ودې په موخه په پنځو بلاکونو او درېيو پوړونو کې  جوړ شوى ده.  نوموړي زياته کړه: د دغه مارکېټ د جوړولو په بدل کې به قراردادي شرکت د قرارداد له مخې د درې کلونو لپاره له متشبثينو څخه د مارکېټ د هټيو کرايه اخلي او یاد شرکت به د دغه مارکیټ له هټیو څخه کابل ښاروالۍ ته دولتي کرایه هم ورکوي چې، له دې اړخه به د کابل ښاروالۍ عواید د پخوا په پرتله زیات شي. کابل ښاروالۍ به له درې کلونو وروسته د دغه مارکېټ د قرارداد دتمدید کولوپه اړه پرېکړه وکړي. دغه راز د دغې پروژې مسئول انجنير ضياالحق مبشر په دې اړه وويل: په دې مارکېټ کې د ښاري او لمريزې برېښنا، د ننوتو او وتلو دروازې، د اور وژنې سيستم، یو جومات، تشنابونه او نورې آسانتياوې په پام کې نيول شوې دي چې تر اوسه یې (۹۵) سلنه چارې مخته تللې او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي