د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ودانیز خصوصي سکتور له پانګوالو او متشبثینو سره ولېدل

24 ثور 1403

11966.jpg (1820 × 1024)

له ښاري معیارونو سره سم د ښار د اقتصادي ودې او د ناقانونه ودانیو د جوړولو د مخنیوي په موخه، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د لسګونو خصوصي سکتور له متشبثینو او پانګوالو سره چې، په ښار کې یې ودانیزې چارې پیل کړي دي، وکتل. په دې لېدنه کې کابل ښاروال له ملي پانګوالو څخه د ملاتړ په ترڅ کې د قانوني او معیاري ودانیو پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل: کابل ښاروالۍ د کابل ښار د معیاري ودې او پراختیا لپاره زمینه برابره کړې ده. د ودانیو جوړول باید د کابل ښاروالۍ له اجازې او مقرراتو سره سم تر سره شي، ترڅو د ښار ښکلا او د وګړو ګټې په پام کې نیول شوې وي.  کابل ښاروال زیاته کړه: ودانیزې سرغړونې په هيڅ صورت د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دي، ښاریانو ته سپارښتنه کېږي چې، د غیر قانوني ودانیو له جوړولو څخه په کلکه ډډه وکړي. دغه راز کابل ښاروال وویل: د هېواد د اقتصادي ودې اساسي بنسټ په صادقو او ملي پانګوالو پورې اړه لري او  په راتلونکي کې یې د ودانیزو برخو د پانګوالو د پیاوړتیا او ملاتړ په اړه د دغې ادارې نوي پلانونه او پروګرامونه هم په ډاګه کړل. نوموړي زیاته کړه: هغه ښاریان چې د منظور شوي نقشې او اجازه لیک له مخې ودانۍ جوړوي کابل ښاروالي ترې ملاتړ کوي او اسانتیاوي ورته برابروي. ورته مهال د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به لا خوندي او د لوړ کیفیت لرونکي ودانۍ جوړوي او له سرغړونو څخه به ډډه وکړي