د ښاري نظم عملیاتي پلان د پنځلسمې ناحیې اړوند په خواجه بغرا، مرجان ښارګوټي او شاوخوا سیمو کې پلي شو، چې په پایله کې یې د زرغونو سیمو، پلولارو او سړکونو د غصب مخه ونیول شوه. د پنځلسمې ناحيې مرستيال مولوي سراج الدين په دې اړه وويل، له يادو شويو سيمو څخه يې ناقانونه تاسيسات او خنډونه له منځه وړي او دغه لړۍ به د دې ناحیې په بېلابېلو سيمو کې دوام ولري. نوموړي زياته کړه: يو شمېر فرصت غوښتونکو په بېلابېلو پلمو سره د کټارو په نصبولو له سړکونو، پلولارو او زرغونوسیمو څخه شخصي ګټه پورته کوله چې د ددوی د دغه ناوړه کار مخه ونيول شوه
د ښاري نظم عملیاتي پلان د پنځلسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې پلی شو
24 ثور 1403