د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د سړک او کوڅو جوړولو ۳ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

25 ثور 1403

11974.jpg (1820 × 1024)

11974.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې د ۶، ۱۰ او ۱۶ ګذر اړوند د سپین کلی، کانټینر کوڅې او ده عربانو په سیمو کې د سړک او کوڅې د جوړولو چارې بشپړې او دکابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصری له خوا، د پنځمې ناحیې د مسئولینو، د سیمې یو شمېرمشرانو او اوسیدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم رئیس په خپلو خبرو کې وویل: دغه پروژې د یادو سیمو د اوسېدونکو د ستونزو د هوارولو په برخه کې اغیزمنې دي، او په راتلونکي کې به له ښاري آسانتیاوو څخه محرومو سیمو کې ورته نورې پروژې هم طرحه او پلي شي.  نوموړي د سيمې له اوسېدونکو هيله وکړه، چې د نویو جوړو شویو سړکونو او کوڅو ساتنې ته پاملرنه وکړي، څو یې د ژر ويجاړيدو مخه ونيول شي. ښاغلي ناصري په ډاګه کړه چې، په شپږم  ګذر کې له تیږو څخه جوړ شوی سړک (۳۴۸) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري چې، د پلولارو  او د (۵۶۰) مترو په اوږدوالي او (۳) متره سور سره د لښتي جوړول هم پکې شامل دي. دغه راز په لسم ګذر کې د لښتي په ګډون د سړک جوړولو پروژه،( ۶۵۱) متره اوږدوالی او (۶) متره سور، او په شپاړلسم ګذر کې د د لښتي په ګډون د (۹۹۲) مترو په اوږدوالي او له (۳ څخه تر۴) مترو په سور سره له تیږو او کانکریټ څخه جوړه شوې کوڅه چې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، په ټولیزه توګه د(۲۸) میلیونه افغانیو په لګښت د (۴) میاشتو په موده کې په معیاري ډول جوړ شوي دي